AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85460454
T T
۰ Persons
ایران نړیوال جام ته د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې د لار موندلو مبارکي ویلې

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت او مزارشریف کې د دغه هېواد سرقونسل د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې لار موندنې مبارکي ویلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مسوولینو نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه پر خپله رسمي پاڼه لیکلي: هوکې په یووالي کولو شو نړۍ ونیسو! په تېرو ورستیو ورځو په ایران او افغانستان کې د دوه سپورتی خوښیو شاهدان یو، یعنې د دواړو هېوادونو د فوتسال ملي ټیمونو نړیوال جام ته لار ومونده.

د ایران د سفارت چارواکو زیاته کړې، دغو دوو سیالیو وښودله چې بریا په هڅو، زیار او ګډ کار سره ممکنه ده، د دواړو ټیمونو تکړه لوبغاړو او روزونکو ته مبارکي وایو.

په ورته وخت په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ مشر د دې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي: په مزارشریف کې د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګري د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لار موندنې مبارکي وايي.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پرون قرغزستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .